د کابل پولیسو ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي

روهي (درې نۍ/ ۱۸ د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د کابل ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د وزارت په وینا، چې یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، نهمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غېر قانوني وسلو د لېږدونې، اخلاقي جرمونو، د کورونو لوټولو او همداراز د جعل او تذویر په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.