پکتیا: ملي امنیت ۱۴ ډوله مهمات او د ځانمرګو بریدونو واسکټونه یې نیولي

روهي ( درې نۍ / ۱۸ د لیندۍ)،  د پکتیا ملي امنیت ریاست  ځینې مهمات او د ځانمرګو واسکټونه نیولي
 
نن د پکتيا ولايت ملي امنیت ریاست  منسوبینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د دې ولایت په ميرزکې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سپکو او درنو وسلو یو لوی زيرمتون کشف او ونیول شو.
 

دغه مهمات د پکتیا ولايت لپاره د وسله والو طالبان تش په نامه والي مولوي اسماعیل مربوط وه او غوښتل یې ياد مهمات د خپلو کسانو په ذریعه مرکز ګرديز ته انتقال او په ترهګريزو بريدونو کې ترې کار واخلي، خو د ملي امنيت زړورو منسوبینو له لورې یاد مهمات ونيول شول او د لویو خونړیو ترهګريزو بريدونو مخه ونیول شوه.
 
دغه بیلابیل ۱۴ ډوله مهمات چې، ۱۱ حلقې بوشکه یې ماینونه، ۶ حلقې ترموزي ماینونه، ۲ د ځانمرګو واسکټونه، د ټانګ ضد يو ماین، د ۸۲ دوه فیره مرمۍ ۱۸ فيره د راکټ مرمۍ، ۲ فيره د مزایل مرمۍ، ۶ بکسې د دوشکې مرمۍ، ۶ حلقې فشارې ماينونه، ۱۲ فيره د هاون سر ګلولې، ۶ عدده ساده ماينونه، ۳۰ کيلو باروت، يو میل انګريزی ټوپک او ۱۰ قبضې لاسي بمونه شامل دي.