ولسمشر ناسته کې د ګډون اجازه نه وه ورکړې خو عبدالله د ګيلاني او نبيل لېدو ته ورغلی 

روهي (درې نۍ/۱۸ د لېندۍ)، د مصالحې عالي شورا په ناسته کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د يادې شورا د مشر عبدالله عبدالله په شمول لسګونه سياسي څېرو برخه اخېستې وه؛ يو شمېرې سياسيونو ته د ورتګ اجازه ورنه کړل شوه او يو شمېر نورو بيا د خپلو سياسي مخالفتونو پر بنسټ ګدون ونه کړ. 

رحمت الله نبيل او سيد اسحاق ګيلاني له هغه کسانو وو چې د مصالحې عالي شورا په لومړۍ ناسته کې بلنه ورړل شوې وه، خو ويل کيږي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د مخالفت پر اساس د ګډون اجازه ورنه کړل شوه. يادو دوه کسانو م رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو، چې د ګډون لامل یې د ولسمشر مخالفت وو. 

له بلې خوا، له يادې ناستې وروسته د مصالحې عالي شورامشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دوه جلا لېدونو له رحمت للله نبيل او سيد اسحاق ګيلاني سره د دوی د نه ګډون په اړه لېدنه او خبرې کړې دي. 

له رحمت الله نبيل سره د خپلې ناستې په اړه ډاکټر عبدالله عبدالله لېکلي دي، "د ملي امنیت له پخواني رییس محترم رحمت الله نبیل سره لیدنه او د هېواد په سیاسي او امنیتي وضعیت، د سولې په خبرو اترو، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د لومړۍ ناستې په تړاو په فرصتونو او ننګونو بحث او د نظرونو تبادله.

پدې لیدنه کې ټینګار وشو، چې سوله د افغانستان د ټولو خلکو پورې اړه لري؛ نو د ټولنې د بېلا بېلو برخو د استازو شتون د دې پروسې په بریالتوب کې مرسته کولی شي.

همدارنګه دواړه غاړو ټینګار وکړ چې ملي اجماع او یوالی د افغانانو د روا  او مشروع غوښتنو پوره کولو ته زمینه برابروي."  

عبدالله عبدالله تېره ورځ د سيد اسحاق ګيلاني لېدو ته هم ورغلی وو او پر خپلې فېسبوک پاڼې یې لېکلي دي، "دواړه غاړو ټینګار وکړ، چې د سولې په پروسه کې سلیقوي برخوردونه دا پروسه زیانمنوي.

تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره  پدې پروسه کې د ولس د غوښتنو او نظرونو شریکول او د هېواد د سیاسي او با نفوذه خلکو ترمنځ اجماع ته اړتیا ده."

د مصالحې عالي شورا په لومړۍ ناسته کې د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني او د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار برخه نه وه اخېستې، په داسې حال کې چې له ناستې وړاندې ورسره عبدالله عبدالله لېده - کاته کړي وو.