لویه څارنوالي: د روان مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له ۲۷۰۰۰ زرو څخه ډیرو جنايي قضیو ته رسیدنه شوې

روهي (دوه نۍ/ ۱۷ د لیندۍ)، د افغانستان لویې څارنوالۍ په وینا، چې د روان مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې په مرکز او ولایتي څارنوالیو کې ټولټال، ۲۷.۸۷۲ جنایي قضیې ثبت او پروسس شوې دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي چې نن یې په کابل کې یو مطبوعاتي کنفزانس ته خبرې کولې وایي، چې په یادو ۲۷.۸۷۲ جنایي قضیو کې د اختطاف د قضیو تر څنګ د داخلي او بهرني امنیت پر وړاندې جرمونه شامل دي. 
رسولي زیاتوي، چې د ۱۳۹۵ کال له شپږمې میاشتې را وروسته د ۱۳۹۹ کال تر نهمې میاشتې په مرکز او ولایتو کې د اختطاف ۹۶۸ قضیې څېړل شوې چې په اړه یې ۱۹۶۶ کسان نیول شوې دي.

د رسولي په خبره چې په یادو ۲۷،۸۷۲ جنايي قضیو کې د قتل، جاسوسۍ، غلا، اخلاقي جرمونو، انساني قاچاق، وهل، ټپی کول، ، جعل، د مخدره توکو قاچاق، اداري فساد، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، بچه بازي، لوټمارۍ او نورې هغه قضیې دي چې د هیواد د جزا قانون کې جرم ګڼل کیږي.
نوموړی زیاتوي چې د یادو قضیو له ډلې یې ۱۶۵۰ د قتل، ۳۳۶ د اختطاف، ۴۳۰۵ د مخدره موادو د قاچاق، ۳۰۸۷ د غلا، ۲۰۸۸ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي، ۱۳۶۶ د ټپي کولو، ۱۱۶۵ د وهلو ټکلو، ۳۳۷ د اخلاقي جرمونو او ۶۹۵۷ نورې مختلفې جرمې قضیې شاملې دي چې له ډلې کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونه په ترتیب سره له نورو ډېرې جرمې قضیې لري.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په وینا، چې د ټولټال ۲۷.۸۷۲ جنایي قضیو له ډلې یې ۱۷۴۰ نظامي جرمونه دي، چې پکې امنیتي او استخباراتي چارواکي شامل وو، چې یادې قضیې د نظامي څارنوالانو لخوا څېړل شوې دي.