عبدالله د سید اسحاق ګیلاني کور ته ورغلی

روهي ( دوه نۍ / ۱۷ د لیندۍ)، د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس، ډاکټر عبدالله عبدالله د سید اسحق گيلانی کورته ورغلی.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ريس ډاکټر عبدالله عبدالله بيګاه د افغانستان د ملي پيوستون د نهضت د ريس سيد اسحق ګيلاني کور ته ورغلى ٶه او د  سيد اسحق ګيلاني څخه يې د سولې او ملي يووالي په برخه کې د هر اړخيزه مرستې غوښتنه او د سولې په روانو هڅو کې يې د سيد اسحق ګيلاني د دريځ ، هلو ځلو او مبارزې ستاينه وکړه.

 ـ
د افغانستان د ملي پيوستون د نهضت ريس سيد اسحق ګيلاني پخپلو خبرو کې افغانستان د ټول ولس ملکيت او سوله ملي ارمان ياد کړل او زياته يې کړه چې په هيواد کې به د ملي سولې او ثبات د راتلو په لار کې د هيڅ ډول قربانۍ ډډه ونکړي ـ