که چېرته د انسان پوستکی  نه وای؟

دا کال چې نسبت نورو کالونو ته زر هوا سړه شوه ، لامل یې په لړم میاشتې په وروستیو کې د واورې اورښت و، دا تر ټولو وختي وه چې خلکو تاوده کالي اغوستل ، دا کار بې وخته و خوبېځایه نه و ،دا وخت نو مجبوریت و؛ د سړې هوا د زیان رسونې څخه د مخنیوي په پار لومړنۍ هڅه وه او دا ډول  د تدابیرو نیولو پایله د تجربو پر بنسټ ډېره ښه ثابته شوې وه.

خبره مو د انسان پر پوستکي راټوله وه ؛ چېرې چې موږ ارام ، درد، نرم ، سخت ،ګرم او یخ څه احساسولی شو، همدغه احساس د دې لامل کیږي چې د ښې او ناوړه پایلې په موخه مو بدن غبرګون وښیي ،که چېرته مو وجود ورسره جوړ راشي د خوښۍ راز به مو له تاسو پرته بل څوک هم وپږهیږي او د ناوړه درک سره به د ناخوښۍ لپاره به مو هر څه په څېره کې څرګند وي.

اوس نو د انسان پوستکی:
د انسان د پوستکي ارزښت دی؛ چې په هر هېواد کې سلګونه  روغتیا پوهان ، درمل پوهان ، سینګار جوړونکي ، روغتونونه ، درملتونونه ، سینګارتونه ، شرکتونه ، فابریکې او نور منځ ته راغلي دي.
د انسان د پوستکي ارزښت دی ؛ چې د پېژند پاڼې یوه خانګړنه یې د پوستکي رنګ دی ځکه چې الله تعالی انسانان په بېلو بېلو رنګونو کې پيدا کړي دي.

د هر انسان د لید له مخې د پوستکي رنګ د ښکلا معیار او د خوښې راز دی. هر انسان مخکې له دې چې خبرې وکړي د پوستکي د رنګ  له مخې پېژندل کیږي او ارزول کیږي.

انساني ټولنه تر ښکلي انسان ډېره روغ انسان ته اړتیا لري.
د انسان د پوستکي بېل بېل رنګونه دي؛ چې انسانان یې څېړنې ته اړ کړي دي.
پوستکی دی چې موږ بدن ته یې ښایست ورکړی دی، د انسان پوستکی دی ؛ چې بدن ته مو راپېښې پېښې پر وخت لا د زیان څخه د مخه خبروي
د انسان پوستکی دی ؛چې انسان  بدن ته یې یو منظمه بڼه ورکړې ده 
د انسان پوستکی دی، چې مخ مو په ږیره او سر مو په وېښتانو ښکلی دی 
د انسان پوستکی دی، د بدن  څخه د اضافي موادو د و تلو یوه لاره ده 
د انسان پوستکی دی ؛چې د زیاتو ناروغیو پر وړاندې دفاعي بڼه خپلوي
د انسان پوستکی دی ؛ چې  د روغتیا لپاره معیار بلل کیږي 
د انسان پوستکی دی ؛ چې  د عمر لپاره معیار بلل کیږي 
د انسان پوستکی دی ؛ چې له مخې یې قبیلوي تړاو  او ورته والی موندلی شې 
د انسان پوستکی دی ؛ چې د انساني احساساتو هینداره بلل کیږي 
د انسان پوستکی دی ؛ الله ج په خپل  قدرت سره داسې خلق کړی دی ؛ زموږ د بدن کومه برخه چې له بېروني محیط سره اړیکه لري، زموږ د وجود څخه ښه ساتنه وکړي نسبت نورو برخو ته یې ضخامت زیات دی.

نو پوستکی د الله ج  لوی نعمت دی چې زموږ د وجود لویه برخه جوړوي ، زموږ د بدن لپاره حیاتي دندې سرته رسوي او برسېره پردې زموږ د ښکلا ځانګړنه هم ده نو پکار ده چې په دغه الهي ډالۍ په راکړه شکر وباسو .