ګيلاني: مونږ ورسره سياسي مخالفت لرو؛ چې ولسمشر مونږ نه شي زغملی نو ملا هیبت‌الله و ملا برادر خو هېڅکله نه قبلوي 

روهي (يوه نۍ/۱۶ د لېندۍ)، تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هېواد د مشهور سياسي څېرو په شتون کې د مصالحې عالي شورا لومړۍ ناسته تر سره شوه. دغه ناسته کې ځينو د سياسي مخالفتونو پر اساس برخه نه وه اخېستې او ځينو ته بيا د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې. 

سيد اسحاق ګيلاني ويلي دي، چې ده، مولوي شاهد الله شاهد، رحمت الله نبيل او زهرا فرخنده نادري ته په دې اساس د ګډون اجازه ورنه کړل شوه، چې ولسمشر محمد اشرف غني ور سره مخالفت درلود. 

نوموړي‌زياته کړې، "کله چې موږ نه شي منلی په یقین چې ملاهبت الله او ملا برادر خو په پرېکنده توګه نه شي منلی. اوس موږ ته ثابته شوه چې د سولې په وړاندې اصلي خنډ حکومت دی."

ګيلاني ويلي، چې ولسمشر د ملي روغې جوړې د عالي شورا په تېرې  غونډه کې، د فرخنده زهرا نادري او شهزاده شاهد له حضور سره هم مخالفت کړی دی. 

د تېرې ورځې ناسته کې مارشال عبدالرشيد دوستم، صلاح الدين رباني او ګلبدين حکمتيار برخه نه وه اخېستي.