د مصالحې عالي شورا د تېرې ورځې ناسته: ځينو ګډون ونه وکړ او ځيني وايي چې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه 

روهي (يوه نۍ/۱۶ د لېندۍ)، تېره ورځ ولسمشر ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د مشر ډاګټر عبدالله عبدالله په شتون د مصالحې عالي شورا لومړنۍ رسمي استه تر سره شوه. 

دغه ناسته کې پخواني ولسمشر حامدکرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، د ولسمشر مرستيالانو، د ولسي او مشرانو جرګو رئيسانو، عطا محمد نور، محمد کريم خليلي، محمد يونس قانوني او يو شمېر نور مطرحو سياسي څېرو برخه اخېستې وه. 

عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وويل چې جنرال دوستم ونه شول کولی چې کابل ته راشي؛ ګلبدين حکمتيار او صلاح الدين رباني سره مې وکتل خو د خپلو مخالفتونو پر اساس یې ګډون ونه کړ. 

له بلې خوا رحمت الله نبيل او سيد اسحاق ګيلاني رسنيو ته ويلي دي، چې دوی ته د تېرې ورځې ناسته کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه. 

رحمت الله نبيل ويلي ‌دي چې دی د مصالحې عالي شورا د تېرې ورځې ناستې ته دعوت شو وو، خو ولسمشر ونه غوښتل چې په کې ګډون وکړي. 

د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې له ناندريو وروسته، د مصالحې عالي شورا جوړه چې مشري یې عبدالله عبدالله ته وسپارل  شوه.