د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ غونډه:   ولې ولسمشر د نبیل په ګډون درې نور مهم کسان له لیسته باسلي ؟

روهي ( نۍ / 15 د لیندۍ)،نن شنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ غونډه را بلل کېږي او وروسته له یادې غونډې به دغه شورا رسمآ د سولې په برخه کې کار پیلوي.
 
بلخوا د ځینو افغان رسنیو د راپور له مخې ویل شوي چې مخکې تر دې چې دغه غونډه را وبلل شي ولسمشر د یادې شورا څلور مهم غړي له لېست ایستلي او هغوی ته یې په دغه غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
 
سرچینې زیاته کړه، په دې کسانو کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، د ملي پخلاینې د عالي شورا سلاکاره فرخنده زهران نادري، سید اسحاق ګیلاني او شهزاده شاهد شامل دي.
 
خو ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په دې اړه څه نه دې  ویلي.
 
د ملي پخلاینې عالي شورا چې څه باندې شپږ میاشتې کېږي رامنځته شوې ده تراوسه د یادې شورا د غړو تشکیل نه و جوړ چې تازه د اروپایي ټولنې تر اعلامیې وروسته د یادې شورا د غړو لېست اماده شو او نن یې لومړنۍ غونډه را بلل کېږي.
 
وسله والو طالبانو هم غوښتنه کړی وه چې د ملي روغې جوړې شورا فعالیت نه تر سترګو کیږي او غوښتنه یې کړي وه چې له افغان دولت سره د خپل منځي روغې ته ورسیږي.
 
نن به ولیدل شي چې د ملي روغې شورا  د کار له پیل وروسته د سولې برخه کې کوم پرمختګ رامنځ ته کیدای شي او که بیا هم د خپل منځي اختلافاتو په سر نوی ننداری رامنځ ته کیږي.