روهي (جمعه/۱۴ د لېندۍ)، ولسمشر محمد اشرف غني د جاپاني وګړي او افتخاري افغان ډاکټر ناکامورا د وژل کېدو لومړي تلين په اړه پيغام خپور کړی.
د ولسمشر ماڼۍ په خبرپاڼېکې ويل شوي دي، چې افغانانو ډاکتر ناکامورا ته زیات درناوی درلود، د اوبو مدیریت او د کرنې پراختیا په برخو کې د هغه ارزښتناک خدمتونه به تلپاتې وي. د هغه وحشیانه ترور په ټول هیواد کې د خلکو د غم او خفګان لامل شو.
"ډاکتر ناکامورا په ۱۹۸۰ کال کې او شاوخوا درې لسیزې وړاندې افغانستان ته راغی، هغه مهال چې زموږ خلکو هغه ته اړتیا لرله، ترڅو هغوی ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي، خو د وچکالۍ له امله یې دغه هڅې پایته ورسېدې او د اوبو مدیریت، کرنې او د کانالونو کیندلو په برخو کې یې ځانګړې طریقې رامنځته کړې چې د هیواد په ختیځ کې یې د میلیونونه افغانانو ژوند ته بدلون ورکړ.
ډاکتر ناکامورا افغانستان او د هغه خلک ژور پېژندل او هغه له موږ سره له زړه لېوالتیا لرله. هغه په بې پروایۍ مبارزه کوله او په شوق او ثابت قدمۍ یې ټولو زیانمنو او اړمنو خلکو ته خدمت کاوه. په وجود کې یې مهرباني او انسانیت څپې وهلې، ترڅو زموږ د خلکو دردونو او ستونزو ته ملهم شي. د ځنګلونو پالنې په برخه کې یې پوهه بېسارې وه او په دې برخه کې یې یو ارزښتناک میراث پرېښود چې باید تعقیب شي. هغه په افغانستان کې په دوو کلونو کې پراخې دښتې په ګڼو ځنګلونو بدلې کړې، د افغانستان په ختیځ کې ګمبیري دښمنه یې عمده بېلګه ده.
ډاکتر ناکامورا د افغانانو په منځ کې یو الهام بښونکی او نوموتی شخصیت و. هغه د خپل شهرت په اوج کې و او د افغانستان خلکو به هغه د کاکا مراد په نوم پېژنده. ملت قدر پېژندونکی دی او د کاکا مراد لیدلوري، خاطرو او خدمتونو ته به تل درناوی کېږي او د هغه د قدرمنې کورنۍ یاد به تل د افغانانو په زړونو کې ژوندی پاتې وي.
د جمهوررئیس په توګه ما دا ویاړ درلود چې له ډاکتر ناکامورا سره دوه ورځې تېرې کړم او د پروژو په اړه یې تفصیلي خبرې وکړو. هغه ته مو د خدمتونو له امله د افغانستان افتخاري تابعیت او عالي دولتي مډال ورکړ.
په ډېرې خواشینۍ سره چې تروریستانو، د ډاکتر ناکامورا په څېر یو نیک شخصیت له موږ واخیست، خو هغه روښانه میراث او د کارونو ترسره کولو لپاره عالي روحیه چې هغه پرېښودل، د هر افغان او راتلونکي نسل په زړه کې به تلپاتې وي. د افغانستان حکومت به د ډاکتر ناکامورا د نیمګړو پروژو له هغې ډلې په لویې پکتیا او کابل ولایتونو کې د ځنګلونو رغاولو، کرنې پراختیا او اوبو مدیریت بشپړولو هڅه وکړي، ترڅو د زرغون افغانستان لپاره د هغه خوبونه تحقق ومومي.
اروا یې ښاده!"
وروستي