د ناکامورا وژنه او ځيني حقيقتونه

تتسو ناکامورا جاپاني الاصل افغان‌‌ وو ,چې د افغانستان ختېځ په ځانګړې توګه د کونړ سيند اوبو د مهارولو برخه کې يې کار کولو، ډېر کلونه يې افغان وګړو ته بېلابېلو برخو کې خدمتونه وکړل، دده د خدمتونو په برخه کې،  وچې دښتې زرغونې شولې.

دده خدمتونه ددې سبب شول چې ناکامورا ته د افغانستان تابعيت تذکره ورکړ شي.

نوموړي ته افغانانو زياته مينه ورکړه، ناکامورا به تل رسنيو سره خبرو کې ويل، د افغان پشان مېلمه پال او قدرمن خلک نړۍ کې نشته.

يوه ورځ ناکامورا او ورسره افغان کارګرو د کونړ سيند اوبو مهارولو کې کار کولو چې امريکايي چورلکو ډزې پرې وکړلې,خو ناکامورا کار ته دوام ورکړ.

نوموړي به افغان کارګرو ته ويل (اته ساعته د پيسو لپاره خو يو ساعت د افغانستان لپاره کار کوئ!)

افغانانو د تاريخ په اوږدو کې د خپل سر په بدل کې له مېلمه ساتنه کړې او کوي يي، د ناکامورا وژنې پرمهال افغان ساتوونکو دغه تاريخي خبره ثابته کړې.

ناکامورا سره افغانانو ناځواني نده کړي,روان جنګ له افغانه هرڅه واخيستل او اخلي يي، د ناکامورا په وژنه کې افغان ګرم مه ګڼئ!

د افغانستان سيندونه، معدنيات، قېمتي ډبرې، جغرافيې موقعيت، د مخدره توکو کښت او قاچاق، هغه څه دي چې ددې جګړې اوږدوالی پکې نغښتی.

 له تېرو تجربو ګټه اخېستنه او ټول شموله حرکت پېلېدل د افغان جګړې حل لاره ده، کني هر وخت به کوربانه او د ناکامورا پشان مېلمانه له لاسه ورکوو.