ما مې مور ته ورولئ ما مه وژنئ!!! (لنډه کېسه)

یو څو د جاهلیت په نشه مستو، کمکۍ نجلۍ د پیسو ترلاسه کیدو لپاره و تښتوله،
کورنۍ ته یې زنګ ور ووهلو چې دري لکه ډالره راولیږئ!

د کورنۍ غړي لاس په کار شول،له خپل خپلوانه یې پیسې ورته پور کړلې،غریبي دې ورکه شي ټول پورونه تر پنځوس زرو ډالرو هم ونه رسیدل.

کورنۍ غړو نجلۍ تښتوونکو ته په ټلیفون وویل:
یو څه پیسې مو په قرضو درته برابرې کړې دي،د الله ج لپاره نجلۍ راپریږدئ او دا پیسې واخلئ!

اخوانه ورته وویل شول، که مو پوره پیسې راونه لیږلې نجلۍ مړه و بولئ!
د نجلۍ پلار د اخ! ناره کړه او پر ځمکه راولید،مور یې هلته د بې اولاده کوترې پشان دغم په خیالونو کې ډوبه ده او هر لحظه د خپلې لور د مرګ صحنه وینې.

وړه یرغمل شوې نجلۍ هلته د وخت ظالمو قصابانو ته په وړه لهجه زارۍ کو:
ما مې مور ته ورولئ، من دوری مادرم را تحمل نمیتانم...

خو انسان ته ورته ځناور په غاړه کې پړی ور واچولو او...

د نجلۍ کاکا ته زنګ راغلو او ورته یې وویل:
شما پول روان نکردین و دختر کشته شد.

د نجلۍ کاکا ددې خبر په اریدو سره د (الله ج) نوم دومره په لوړ غږ وویلو، لکه د قیامت تندریز غږ، دې سره په کور کې ژړاګانې پیل شوې.

د شهیدې نجلۍ مور په غمجن او ویرجن حالت کې په وچو شونډو ځان سره خبرې کولې او داسي لګیاوه:
ای په دنیا مینه!
ته خبر نه یې چې د اولاد جدایې مور په ژوندونې وژنې؟
ته د اخیرت په ورځ ایمان نلری چې ناحقه وژنې کوې ؟
اخ! انساني فطرت او ستا وجدان زما د لور د وژلو اجازه څنګه درکړه؟
د یوې مور د زړه درد به تا همداسي پرینږدي.