کیسه ګۍ

په ایران کې د راوتلو سیلابونو اړوند یوه ویډیو مې کتله، په ویډیو کې یو سپی لیدل کیږي چې د اوبو په منځ کې حصار وي،یوه ایراني کمیس اوباسي او غواړي چې سپی له خطره وژغوري،خو نور ملګري یې منعه کوي او ورته وایې سپی به دې وداړي(وخورې).

خو دا کس د ملګرو خبرو ته غوږ نه ږدې او سپي پسی د سیند منځ ته په لامبو وهلو ورځي،سپي ته چې نږدې کیږي لومړیو کې سپي غاپي ، خو کله چې د سړي په نیک نیت پوه شي چې دا له خطره نجات راکوي او ما ژغوري؛ نو یاد کس ته ځان سپاري، هغه یې په رسۍ کلک تړي او د نورو ملګرو په همکارۍ سره یې له مرګه ژغوري.

یادونه: که داړونکي سپي ته هم خیر ورسوئ، نو تاسي ته زیان نه درسوي، راځئ چې یو بل ته خیر رسوونکي شوو.