صلاح الدين رباني: له عبدالله عبدالله سره لېدنه کې مې په څرګنده يو ځل بيا د جمعيت ګوند دريځ ورته روښانه کړ

روهي (جمعه/۱۴ د لېندۍ)، د اسلامي جمعيت ګوند رئيس صلاح الدين رباني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې بهير او د مصالحې عالي شورا په اړه سره ناسته کړې. 

صلاح الدين رباني د دغه ناستې په اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې دغه ناسته کې مې کې ډاکتر عبدالله عبدالله ته د هېواد راتلونکي، مصالحې عالي شورا او د سولې په برخو کې د جمعيت ګوند دريځ بيا ځلې روښانه کړ.

صلاح الدين رباني په دې اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي خو له دې وړاندې د صلاح الدين رباني په رياست جمعيت ګوند د مصالحې عالي شورا له جوړښت او سولې بهير اوسني چوکاټ سره خپل مخالفت ښوودلی وو. 

ټاکل شوې ده چې سبا ورځ به د مصالحې عالي شورا خپله لومړۍ رسمي ناسته تر سره کړي او په همدې پار ډاکټر عبدالله عبدالله له حکوم بهر يو شمېر سياسي څېرو سره ناستې تر سره کړې دي.