حزب اسلامي دوحه د سولې خبرو پر کړنلار د هوکړې هرکلی او ملاتړ کړی دی

روهي (جمعه/۱۳د لېندۍ)، د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند يا حزب اسلامي دوحه د افغان حکومت او طالبانو تحريک ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرو پر کړنلارې د شوې هوکړې ملاتړ کړی دی. 

د ياد حزب له ادرسه روهي ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شو‌ي دي، "په ډېرې خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د قطر هېواد په مرکز دوحه کې د جمهوريت مرکچي پلاوي او د طالبانو د تحريک د مرکچي پلاوي د سولې د مذاکراتو په اړه پر طرزالعمل توافق شوي دي.

حزب اسلامي افغانستان د خپل جګړو ځپلي هېواد وګړي وګړي او په تېره د دواړو لوريو شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته د زړه له تله مبارکي وايي او د ذوالجلال رب په دربار کې لاسونه لپه کوي چې ژر تر ژره د دواړو لوريو ترمنځ مذاکرات هم پيل شي او په نتيجه کې يې تلپاتې اوربند رامنځته شي.

حزب اسلامي افغانستان په دوحه کې له دواړو مرکچي پلاويو په خورا درنښت هيله کوي چې د الله جل جلاله په توفيق ژر تر ژره مذاکرات پيل او په برياليتوب سره يې سرته ورسوي، حزب اسلامي افغانستان په ټول توان سره ستاسې د هر ډول نيک اقدام تاييد او ملاتړ کوي."