د بریښنا شبکې پراختیا:  اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۱۵۴ میلیونه ډالر مرسته کوي

روهي ( جمعه / ۱۲ د لیندۍ)، د برېښنا شبکې پراختیا؛ اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۱۵۴ میلیونه ډالر مرسته کوي
 
د اسیا پراختیایي بانک د برېښنا شبکې د پراختیا او برېښنا ته د لاسرسي په موخه له افغانستان سره د ۱۵۴.۴ میلیونه ډالرو مرسته منظوره کړې ده. 
 
اسیا پراختیایي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مرسته به د افغانستان لوېدیځ ته د برېښنا شبکې د غځولو په برخه کې ولګول شي. 
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي: "هرات او فراه هغه ولایتونه دي چې تراوسه د برېښنا له شبکې سره نه دي نښلېدلي، چې دې کار د دغو ولایتونو خلکو د سوداګرۍ لګښتونو د لوړېدو، چاپيریال د ککړېدو او کمزوري دوامداره پرمختګ شاخصتونه دي." 
 
په خبرپاڼه کې راغلي: "د برېښنا له شبکې سره د دغو دوو ولایتونو د کلیو نښلول به هغه کورنۍ چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي، لپاره به په دوامداره توګه د روغتیا او ژوندانه په برخو کې د شرایطو د ښه کېدو او همداراز د اقتصادي فرصتونو د غوړېدا لامل شي.