عبدالله: له پخواني ولسمشر سره په دوه مسايلو وغږېدم  

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د لېندۍ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. عبدالله عبدالله ويلي‌ دي چې د مصالحې عالي شورا ناسته او دوحه کې د سولې خبرو کې د شوي پرمختګ په اړه یې سره ناسته کړې ده. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "د هېواد له پخواني ولسمشر جلالتماب حامد کرزي سره لیدنه او په دوحه کې د سولې خبرو اترو په پرمختګونو او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا د لومړۍ ناستې پر جوړېدو بحث."

له دې وړاندې د ولسمشر غني په شتون کې عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي ‌رهبر عبدالرب رسول سياف د مصالحې عالي شورا د لومړۍ پرانېستې ناستې په اړه سره لېدنه کړې وه. 

تېره ورځ دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تحريک د سولې مرکچي پلاوو د کړنلار د هوکړې وويل شول، چې په کور دننه او بهر کې یې هرکلي شوي.