دفاع وزارت: ۲۳۷ تنه ځانګړي کمانډويي ځواکونه له مسلکي روزنې وروسته فارغ شول

روهي ( څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، د افغانستان دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې، چې "د ځانګړو عملیاتو د قول اردوـ کمانډو له بیلابیلو جزوتامونو څخه ۲۳۷ تنه بریدملان او افسران، د کمانډو د عالي زدګړو په مکتب کې د ځانګړو ځواکونو "اسپیشل فورس" د پرمختللو زدکړو له ترلاسه کولو وروسته نن په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول".

د دفاع وزارت د خبرپاڼې په وینا، چې ټاکل شوې دغه ځواکونه د خلکو د ځان او مال د دفاع په موخه د جګړې ډګرونو ته واستول شي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به په دندو وګمارل شي.