روهي ( څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، ولسي جرګې نن چهارشنبه د قبایلو او سرحدونو، عامې روغتیا او اقتصاد وزارت نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.
د افغانستان ولسي جرګې نن د افغانستان بانک رئیس په ګډون د کابینې پنځو نوماندو وزیرانو ته د باور رایې ورکولو بهیر ترسره کړ، چې له ډلې یې د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محب الله صمیم د ۲۰۹، د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني د ۱۴۵ او د اقتصاد وزارت نوماندې وزیرې کریمه حامد فریابي د ۱۳۶ باور په ورکولو سره رسماً ددې وزارتونو لپاره د وزیرانو په توګه وټاکل.
بلخوا ولسي جرګې نن د افغانستان بانک نوماند اجمل احمدي په ګډون د کلیو بیارغونې او پراختیا نوماند وزیر مجیب الرحن کریمي او د پوهنې وزارت نوماندې وزیرې رنګینه حمیدي ته د باور رایه ور نه کړه او ددې جرګې لخوا رد شول.
د یادونې وړ ده، چې تر دا مهاله ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو په موخه د ملي امنیت عمومي ریاست او افغانستان بانک د رئیس په ګډون ۲۵ نوماندان معرفي شوې چې له ډلې یې ۱۹ وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رئیس له دې جرګې د باور رایه ترلاسه کړې ده.
وروستي