له مير رحمان رحماني د امرالله صالح مننه او ستاينه 

روهي (څلورنۍ/۱۲ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ د امنيتي ميثاق او د کابل امنيتي چارو په تړاو د سهار شپږ نيمو بجو پر له پسې ۴۱مه ناسته تر سره شوه. 

د دغه ناستې په راپور کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ولايت کې د درېیو پېښو ويل شوي دي. د راپور پر بنسټ يوه پېښه د نښلونکي ماين او دوه یې جنايي وې؛ جنايي پېښو کې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د يوې ميرمنې وژل کېدل او همدا ډول کابل ښار لسمه حوزه   د يو اشپز څخه د موټر تښتول شامل وو. 

امرالله صالح د ۴۱مې ناستې له لارې کابل نوي ښار کې د هرات په نوم د رستورانت څښتن ته لارښوونه کړې ده، چې د کابل رستورانت شمالي ديوال پاکولی وساتي، رنګ او ترميم یې کړي. 

دغه ناسته کې امرالله صالح د ولسي جرګې د مشر مير رحمان رحماني څخه مننه کړې ده چې د خپل کور پر وړاندې د سړک په منځ کې کنګرېټي ديوال چې خلکو یې د لېرو کېدو غوښتنه کړې وه، لېرې کړی دی.

صالح لېکلي دي چې د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ويل له شرافت ډک عمل دی او زمونږ په غرور کې هېڅ ډول کمی نه راولي. 

د دغه ناستې په راپور کې د سهار شپږ  نيمو بجو د ناستو په اړه ويل شوي دي، چې اوس خلکو ته دغه ناستې د ارزښت وړ دي او بنسټيزې شوې دي.