لویې څارنوالۍ راته درې زره کسيزه نوملړ سپارلی؛ تښتېدلي او پټ شوي کسان ورته نيسو 

روهي (درې نۍ/۱۱ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د امنيتي ميثاق او کابل ولايتي د امنيتي چارو په اړه پر له پسې ۴۰مه ناسته کړې ده. 

دغه ناسته کې د لویې څارنوالۍ هغه ۳۰۰۰ کسيز نوملړ په اړه ويل شوي دي چې دوسيه لرونکي کسان څارنوالۍ ته نه حاضريږي او پټ شوي ‌دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال له تښتېدلي کسانو غوښتي دي چې د ازاد ژوند لپاره دې څارنوالۍ ته ورشي او که چېرې د پټېدو هڅه کوي نو د دوی نېولی د امنيتي ميثاق برخه ده او قانون به پرې پلی شي. 

صالح د دغه ناستې په يوې بلې برخې کې لېکلي دي چې کابل والي په د دغه ولاتي په بګراميو سيمه کې د نهه جرېبه دولتي ځمکې د ازادېدو ويلي‌دي، چې ارزښت یې پنځه مېلونه امريکايي ډالر کيږي. 

همدا ډول د ۴۰ ناستې له لارې د حميد الله قلندرزي ‍په نوم کس ته چې د مکرويانو په ۱۳۸ بلاک سيمه کې یې شنه سيمه نېولې ده خبرداری ورکړی شوی دی چې سيمه خوشي او د خلکو له ځورنې لاس واخلي؛ که چېرې د کار ونه کړي نو پوليس به پرې قانون پلی کړي. 

دغه ناسته کې د خيرخانې سيمې اړوند مريم لېسې په شااوخوا کې د هغه کراچيو د پاکېدو ويل شوي دي چې د هټيو مخې ته‌ پر پلی لار يا پياده‌رو ځای پر ځای شوې وې.