روهي (دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، له هغه وروسته چې د پوهنې وزارت لخوا د اسلامي تعیماتو معینیت د منځه تلو اړه راپورونه خپره شول اوس د افغانستان د پوهنې سرپرسته وزیره رنګینه حمیدي وايي، د دغه وزارت په نویو تشکیلاتو او بدلونونو کې د اسلامي تعلیماتو معینیت له منځه نه دی تللی بلکې د عمومي تعلیماتو د معینیت په چوکاټ کې یې ورته پراختیا ورکړې ده.
حمیدي نن دوو شنبه په کابل کې خبریالانو ته ویلې، چې د دې وزارت په نویو تشکیلاتو او بدلونونو کې هڅه شوې چې په ښوونځيو او مدرسو کې د عمومي تعلیماتو کیفیت لوړ شي.
نوموړي په دې اړه زیاته کړې: "د پوهنې وزارت هیڅکله داسې کارنه کوي چې خدای ناخواسته د اسلام مبارک دین تر سوال لاندې راولي، زه هیوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د پوهنې وزارت اسلامي تعلیمات له تشکیل څخه نه دي ایستلي او د حج او اوقافو وزارت ته یې نه دی ورکړی."
د پوهنې وزارت سرپرسته وزیره داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې عامو افغانانو او دیني علماوو اندېښنه څرکنده کړې چې د پوهنې وزارت په خپلو تازه تغیراتو کې د اسلامي تعلیماتو معینیت یې ددې وزارت د تشکیلاتو ایستلی.
وروستي