ولسي جرګې د ملي امنیت د رئیس په ګډون د کابینې ۷ نورو غړو ته د بارو رایه ورکړه

روهي ( دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، د افغانستان ولسي جرګې نن دوو شنبه د کابینې له ۹ نوماندو وزیرانو ۷ ته د باور رایه ورکړه.
 
ولسي جرګې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ته نوماند احمد ضیا سراج ته ۲۲۰، د کانونو او پترولیم وزارت نوماند وزیر هارون چخانسوري ته ۱۵۴، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوماند وزیر انور الحق احدي ته ۱۸۹، د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت نوماند وزیر نورالرحمن اخلاقي ته ۱۷۶، د ترانسپورټ وزارت نوماند وزیر قدرت الله ذکي ته ۱۶۵، د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محمود کرزي ته ۱۵۴، او د ټولګټو چارو وزارت نوماند وزیر نجیب الله یمین ته د ۱۴۹ باور رایو په ورکولو سره د یادو وزارتونو لپاره تایید او رسما د افغانستان کابینې  غړي وټاکل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند محمد طاهر زهیر او د ښځو چارو نوماندې وزیرې حسینه صافۍ نن د یادو نوماند وزیرانو له ډلې ونه توانیدل چې  له ولسي جرګې  د باور رایه ترلاسه کړي او ددې  جرګې لخوا رد شول.

د یادونې  وړ ده چې  نږدې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان ولسي د کابینې لسو وزیرانو ته د بارو رایه ورکړه چې  د ملي  امنیت د عمومي رئیس په ګډون له ولسي جرګې ۱۷ نوماندانو د باور رایه ترلاسه کړې.