روهي (دوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)، د کابل امنيت په اړه د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ پرله پسې ۳۹ ناسته کې امنيتي مسايل او د راتلونکي لپاره پریکړې شريکې شوې دي.
دغه ناسته کې د بې ثبته سېم کارټونو په اړه ويل شوي دي، چې هغه کسان چې له راجسټر پرته يې سېم کارټونه خرڅول ونېول شول.
د پارک سېنما پرځای د يو فرهنګي مرکز جوړول، د ښاروالۍ وهل شوي کارمند سره لېدنه، پر کابل ښار د توغول شويو توغنديو په څېړنې او د کابل ولایت د يو شمېر سيمو د خلکو د شکايتونو اورېدل، د دغه ناستې نور مسايل وو.
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې نن ورځ به کابل ښار کې د هغه درملتونونو نوملړ هم اعلان کړي، چې د ټابليټK په نوم نشه لرونکي ګولۍ يې خرڅولې. د دغه نوملړ له اعلان موخه نورو ته عبرت ورکول دي.
د ۳۹مې ناستې په راپور کې د څو پېښو او همدا ډول د امنیتي ځواکونو د لاس ته راوړنو ويل شوي دي.
وروستي