له وکيلانو د بشير احمد ته‌ينج غوښتنه: د ترانسپورټ نوماند وزير (قدرت الله ذکي) ته رایه ورکړئ؛ (يتيم) دی

روهي (دوه نۍ/۱۰ د لېندې)، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزير بشير احمد ته ينج له ولسي جرګې غوښتنه کړې ده چې د ټرانسپورټ نوماند وزير قدرت الله ذکي ته دې د باور رايه ورکړي. 

بشير احمد ته ينج  د قدرت الله ذکي ځانګړنې او وړتيا یې داسې بيا کړې دي؛ "مشهور کس دی؛ خلکو ته وفادر شخص، ښه انسان، جهاد کې يې پلار له لاسه ورکړی، اوسنی نظام ته یې ورور قرباني کړی...."

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد  ته ينج په اخېر کې پر خپلې فېسبوک پاڼې پوښتنه کړې او لېکلي دي، چې څوګ به له قدرت الله ذکي ډېر خلکو او دغه حکومت ته وفادار وي؟ 

بشير احمد ته ينج د ولسي جرګې وکيلانو ته ويلي ‌دي چې د ټرانسپورټ وزارت نوماند قدرت الله ذکي ته د باور رایې ورکول، د  شهيدانو د وينو درناوی دی او رايه ورکړئ. 

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته‌ينج په دغه فېسبوکي لېکنه خلکو څرګندونې کړې دي او ورته یې منفي غبرګونه ښوودلي دي. 

ځينو کسانو لېکلي دي چې د حکومت د يو وزير له خوا نه ده په کار چې په دې ډول کمپاين او تبيلغ وکړي او همدا ډول هغه مسايل چې بشير احمد ته‌ينج د قدرت الله ذکي د ستاينې برخه کې لېکلي دي  تر ډېره شاعرانه بڼه لري‌ او د وزير کېدو لپاره معيار نه شي کېدای. 

ځينو نور په خپلو نظرونو کې لېکلي دي چې که چېرې د پلار او ورور په وژل کېدو څوګ وزير کيږي، نو بيا افغانستان کې هره ورځ په لسګونه کسان قرباني کيږي او که چېرې دا ميعار وي نو بايد هره ورځ حکومت په لسګونه کسان په دې پار وزيران کړي، چې پلار، ورور، زوی او يا مور یې وژل شوي. 

پر ټولنيزو رسنيو له دې وړاندې هم پر بشير احمد ته‌ينج نيوکې وې چې زده کړې بشپړې نه دي او نه هم د وزارت وړتيا لري، خو د سياسي واک د وېش په لړ کې نوموړی د جنرال دوستم په برخه کې راغلی او د کار او ټولنيزو چارو وزارت ورکړل شوی دی. 

د يادونې ده چې د ټرانسپورټ نوماند وزير قدرت الله ذکي هم د عبدالله عبدالله له خوا د جنرال دوستم په سياسي برخه کې په دې وزارت ټاکل شوی دی.