د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځنی کمپاین ښار او امن سیمو کې کوي هلته اغیز نه لري

روهي ( دوه نۍ / ۱۰ د لیندۍ)،د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه‌وړلو شپاړس ورځنی کمپاین پیلیږي
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د دغه وزارت د ښځینه کارکوونکو په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو شپاړس ورځني کمپاین د پيل لپاره د چمتووالي ناسته وشوه. 
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې وویل چې دغه وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو قانون پلي کولو او د خوندي کاري فضا رامنځته کولو ته ژمن دی. دې زیاته کړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو شپاړس ورځني کمپاین د موخو په لړ کې دې د دغه قانون د پوهاوي په برخه کې کار وشي. 
 
ډاکترعالمې همدا راز وویل هغه خبرې چې پر همدې موضوع په مخکېنیو ناستو کې شوې دي او د وزارت د ښځینه کارکوونکو واندیزونه او ستونزې تعقیب شوې او د حل په موخه يې اقدام شوی دی. 
 
د ناستې پر دوام په کاري چاپېریال کې د ښځو د خوندیتابه په اړه د پوښتن‌پاڼې له لارې د ګډونوالو نظرونه واخیستل شول چې څنګه کولی شو د ښځو پر وړاندې د شته خشونت فیصدي راکمه کړو او د لیرې پرتو سیمو ښځې څنګه خپل حقوق تر لاسه کړي؟