ولسمشر غني: پر کابل پوهنتون  د بريد عاملین نېول شوي او مجازات دې شي 

روهي (دوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)، امنيتي مسوولينو تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني  ته پر کابل پوهنتون د بريد راپور وړاندې او ولسمشر غني په دې پار ورڅخه مننه کړي چې د پېښې عاملين یې نېولي دي. 

جمهوررئیس محمداشرف غني د هیواد له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل چې د یادې پېښې د عاملینو د مجازاتو په برخه کې عاجل اقدامات وکړي، ترڅو خلک د عدالت له تامین څخه ډاډه شي.

ولسمشر همدا ډول د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه کې  امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ځواکونو د ساتنې او د بېزونو او  قرارګاوو د امنیت د تامین په برخه کې دې جدي اقدامات وکړي او په ټولو ردو کې چې د امنیت تامین او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي، خپله همغږي زیاته کړي.