سيد حامد ګيلاني: که هره ورځ د ۳۰۰ په وژل کېدو ولسمشر حکومت کوي نو ورڅخه تېر دې شي 

روهي (دوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)، د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر سيد حامد ګيلاني د سولې لپاره د قربانۍ په ورکړې ټېنګار کړی دی او له ولسمشر محمد اشرف غني یې غوښتي‌چې بايد قرباني ورکړي. 

نوموړي له اريانا نيوز سره په یوې ځانګړې مرکې کې ويلي‌دي چې ولسمشر محمد اشرف غني نه بايد په دې ټېنګار وکړي چې د خپلې واکمنۍ پنځه کلنه دوره پوره کوي. 

ګيلاني ويلي چې ولسمشر په کومې بیې د خپل واک پنځه کاله پوره کوي؟ په دې بیې چې هره ورځ ۳۰۰ کسان ووژل شي؟ 

نوموړي د اوسني وضعيت پر بدلون ټېتنګار کړی دی چې يا دې يو نوی جوړښت رامنځ ته شي او يا هم بايد درېيم وضعيت ته لاړ شو چې هر څه په کې تنظيم شي. 

سيد حامد ګيلاني له حکومت او طالبانو غوښتنه کړې ده چې د سولې بهير کې د رېښتني ګامونه پورته کړي.