غزني کې د ننني موټربم بريد په اړه وروستي جزئيات

روهي (يوه نۍ/۹ د لېندۍ)، نن سهار د غزني ولايت ده يک ولسوالۍ ته پر غځېدلې لار د ملي پوځ پر يو کنډک موټربم بريد شوی دی. کورنيو چارو وزارت او د غزني ولايتي ادارې د بريد پخلی کړی دی. 

د غزني ولايتي روغتياپالانو رسنيو ته ويلي ‌دي چې تر اوسه له پېښې ۲۱ مړي او تر ۱۷ ټپيان روغتونونو ته وروړل شوي‌دي. دا چې مرګ - ژوبله کې د پوځيانو او ولسي وګړو شمېرې څومره دي تر اوسه کره شمېرې نه دي وړاندې شوې. 

ځينو سرچينو رسنيو ته ويليدي چې بريد موټربم دی چېد هاموي ډوله موټر په وسيله رامنځ ته وی دی. تر اوسه چا د برید مسووليت نه دی منلی.