پکتیا :د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د جلغوزیو حاصلات له ١٣زرو مټريک ټنو اوښتي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

روهي ( یوه نۍ / ۹ د لیندۍ)، د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولايت کې د جلغوزو حاصلات له ١٣زرو مټريک ټنو اوښتي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.
 
په ورته مهال د راپورونو له مخې، په یاد ولایت کې د جلغوزو د پروسس او بسته بندۍ د شرکت کارونه بشپړ شوي دي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر ناصر عالمیار وایي، چې په دغه شرکت کې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په کلني ډول به ۶۰ زره ټنه جلغوزي بسته بندي شي.
 
چارواکي وايي، که څه هم اوسمهال ګاونډي هېواد پاکستان ته د جلغوزو د قاچاق مخه تر ډېره نيول شوې، خو بيا هم يوه اندازه جلغوزي دغه هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کېږي او پاکستان يې بيا په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي.
 
دوی زیاتوي، په کور دننه د جلغوزو د پروسس د ورته مزکزونو په جوړېدو سره به دا ستونزه هواره شي