سرچينې: د ارګ او سپېدار ماڼيو ترمنځ د مصالحې عالي شورا د پرانېستې پر سر اختلاف راپيدا شوی

روهي (يوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)، ۸ صبح ورځپاڼې د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي، چې د سولې لپاره د پخلاينې يا مصالحې عالي شورا پر سر د ولسمشر محمد اشرف غني او د يادې شورا د رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف را پيدا شوی دی.  

که څه هم ارګ او سپيدار ماڼيو تر اوسه په دې اړه مالومات نه دي ورکړي، خو ويل کيږي چې د‌يادې شورا پرانېسته او جوړښت یې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله اختلافي شوي دي. 

له بلې خوا اروپايي ټولنې هم په يوې خبرپاڼې کې له افغان حکومت غوښتي دي، چې د مصالحې عالي شورا پرانېسته بايد وشي او فعاليت یې پيل شي. 

تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله هم  سره ناسته کړې او د سولې په بهير یې خبرې کړې دي.