خامنه ای: د خپل وژل شوي اټومي ساينس پوه غچ اخلو 

روهي (نۍ/۱۰ د لېندۍ)، د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه ای د دغه هېواد د يو اټومي ساينس پوه محسن فخري زاده پر وژل کېدو خواشينی شوی او د غچ اخېستو یې ويلي دي. 

خامنه ای ويلي دي چې د محسن فخري زاده غچ به واخلي او د نوموړي لار به جاري وساتي. نوموړي يو ځل بيا په ټېنګار ويلي‌دي چې یې هېواد د اټومي وسلو د جوړولو کوم هوډ نه لري بلکې اټومي پءوګرام یې سوله ييز دی. 

نوموړي په ټوېټر لېکلي، "دوه مهمې مسلې باید د اړوند بنسټونو په اجندا کې مطرح شي؛ لومړی، د دې جرم څارنه او د عاملینو او قومندانانو مجازات، دویم، د ټولو هغو برخو څارنه، چې شهید (فخری‌زاده) په کې علمي او تخنیکي هڅې تر سره کړي دي."

د ايران ولسمشر حسن روحاني بيا پر محسن فخري زاده بريد د اسرائيلو کار بللی دی او ويلي‌دي چې داسې څرګندې نښې شتون لري، چې يا د اسرئيلو له خوا په بريد کې وژل شوی دی. 

ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي استازي هم د ياد سازمان عمومي سرمنشي ته په دې اړه شکايت وړاندې کړی او د بريد تر شا یې د اسرئيلو ژور لاس بللی دی. 

له دې وړاندې د امريکا متحدو ايالتو په يو بريد کې د ايران د سپاه پاسدران ډلې قدس څانګې مشر قاسم سليماني ووژل شو چې د ايران سخته غوسه یې راپورته کړه.