طالب او د حکومت وياندويان: د بين الافغاني خبرو کړنلاره هوکړه شوې ده؛ نه ده هوکړه شوې

روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، د طالبانو وياند محمد نعيم په ټوېټر لېکلي دي، چې د سولې بين الافغاني خبرو طرز العمل بشپړ شوی دی او ۲۱ مادې لري. 

ډاکټر نعيم په ټوېټر لېکلي دي، دا طرز العمل د نومبر پر ۱۷مه نېټه د دواړو پلاو په غونډه کې ولوستل شو،‌ د دواړو خواو لخوا تائید شو او یوه نسخه یې د خبرو کوربه هېواد ته هم وسپارل شوه. 

خو رسنيو د ولسمشرۍ وياند صديق صديقي د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې دوحه کې د سولې خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د طالبانو تحريک د وياند څرګندونې یې رد کړې دي. 

د يادونې ده چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي ځيني غړو هم دوحه کې د سولې بين الافغاني د‌پرمختګ ويلي دي.