ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره ناسته کړې 

روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې وشوه، په پیل کې ډاکټر عبدالله عبدالله ترکیې ته د خپل وروستي سفر په هکله جمهوررئیس ته معلومات وړاندې کړل.

وروسته دواړو لوریو په دوحه کې په سولې مذاکراتو کې د وروستیو انکشافاتو په اړه د تفصیلې بحث ترڅنګ په نږدې راتلونکي کې دملي روغې جوړې عالي شورا د غونډې جوړېدو لپاره د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.