روهي (نۍ/۸ لېندۍ)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ د ولسي جرګې اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې، د حکومت او مقننه قوې ترمنځ په همغږۍ خبرې وشوې او له ولسي جرګې څخه مننه وشوه چې د کابینې لسو وزیرانو ته یې د تایید رایه ورکړه او د همغږۍ زیاتوالي لپاره پر یو شمېر مکانېزمونو هم هوکړه وشوه.
جمهوررئیس غني وویل، ولسي جرګه د هیواد د اساسي قانون د یو بشپړونکي بنسټ په توګه، جمهوري نظام ته ځانګړی اهمیت لري او د همدې لپاره له دې قوې سره باید همغږي زیاته شي.
وروستي