صالح: د اوغلي په نوم هغه کس ونېول شو چې د ترکیې د ويزې په نوم یې له خلکو ۴۸ زره ډالر اخېستي وو 

روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل امنيتي چارو په پرله پسې ۳۷مه ناسته کې د لاس ته راوړنو ويلي‌دي. 

امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د اوغلي په نوم يو ۲۷ کلن کس چې  د ترکیې ويزې په نوم یې ۴۸ زره امريکايي ډالر اخېستي وو نېول شوی دی او اخېستل شوې پيسو به بېرته خلکو ته ورکړل شي. 

دغه جلسه کې د خورشيد تلويزيون د وفات شوي خبريال په اړه ويل شوي دي چې پېښه جنايي ده نه تروريستي؛ ټول جزئيات د کورنيو چارو وزارت د جنايي څېړنو مرکز کې ساتل شوي دي او د کورنۍ په غوښته یې پټ ساتل کيږي. 

امرالله صالح لېکلي دي چې امنيتي ځواکونو کابل ښار کې د طالبانو او داعش ډلې يوولس کسان نېولي دي او د کابل پوهنتون د پېښې په اړه د کابل ملي امنيت رياست ورڅخه دوه ورځې نور وخت غوښتی دی. 

همدا ډول تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ښار کې نهه بېښې رامنځ ته شوې دي، چې دوه یې ترهګريزې او اووه یې جنايي پېښې دي. صالح په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنيتي ځواکونو د لاس ته راوړنو هم لېکلي دي. 

د سهار شپږ نيمو بجو د ناستو په اړه ويلي شوي دي چې له نوي سلنه پورته د خلکو نظرونه مثبت دي، ۹ سلنه نظرونه او نيوکې لري، د ښکنځلو او بدو کلمو کچه تر صفر اعشاريه اووه سلنه را ټېټه شوې ده.