ویلسن د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی کړی

روهي ( نی / ۹ د لیندۍ)، په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د اروپایي ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کړی چې ویلي یې و، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا دې رسمأ په کار پیل وکړي.
 
په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کوم چې په افغانستان کې یې د ملي پخلاینې د جوړېدو او په کار د پیلېدو غوښتنه کړې ده.
 
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ملي پخلاینې عالي شوار دې ژر تر ژره خپل تشکیلات پیل کړي او په عملآ دې په کار پیل وکړي.
 
دوی ویلي، په دغه شورا کې دي د سیاسي مشرانو د عضویت ترڅنګ د ښځو، د جګړې قربانیانو، مذهبي اقلیتونو،رسنیو، ځوانانو او مدني ټولنو ټولو استازو ته غړیتوب ورکړل شي.