قريشي: افغانستان کې د سوله راشي؛ پاکستان دا غواړي 

روهي (جمعه/۷ د لېندۍ)، د افغانستان او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو  د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په ۴۷مه ناسته کې سره لېدلي دي.

د سولې روان بهير او افغانستان کې د تاوتريخوالي کموالی د افغانستان بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر او د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د بحث مسايل ووو. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې اسلام اباد افغانستان کې د سولې ملاتړی دی او د سولې له لارې د تاوتريخوالي د کموالو هيله لري. 

قريشي ويلي دي چې هېواد یې د افغانستان د سولې بهير کې مرسته کوي، د اوربند د ټېنګېدو او تاوتريخوالي د کمښت پلاوی دی. 

شاه محمود قريشي د سولې روان بهير د افغانانو لپاره يو ښه فرصت بللی دی او ويلي دي چې بايد ترې ګټه پورته او د تاوتريخوالي لوړه درجه را ټېټه شي. 

که څه هم پاکستان ډېر ځلې د سوله ييز افغانستان د ملاتړ وايي، خو افغان حکومت او ولس د افغانستان د ناامنۍ او جګړې تر شا د پاکستان لاس پراخه ګوري.