
روهي (جمعه/۷ د لېندۍ)، پخوانی جهادي قومندان او د جمعيت ګوند د لارښوودې شورا غړی اسماعيل خان ادعا کوي چې حکومت د سولې او د سولې لپاره د مصالحې عالي شورا سره مخالفت لري.
اسماعيل خان وايي چې د حکومت د دغه مخالفتونو له امله د مصالحې عالي شورا تر اوسه په دې نه ده توانېدلي، چې رسمي ناسته تر سره کړي.
نوموړي دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ځنډ او خنډ لامل هم له مصالحې عالي شورا سره د حکومت مخالفت ښوودلی دی.
مياشتې وړاندې ولسمشر غني د مصالحې عالي شورا جوړښت او غړي اعلان کړ، خو د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ور سره مخالفت وښوود.