د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي هیله لري چې جو بایډن هم د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي.

روهي (پنځه نۍ / ۶ دلیندۍ)،  اکستان لومړی وزیر عمران خان وایي هیله لري چې جو بایډن هم د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي.
 
خو د طالبانو د تحریک پخوانی غړی سید اکبر اغا وایي چې یو لوری هم نه غواړي سولې ته ورسیږي.
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي تږکابل کې یو خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چي د سولې خبرو کې پرمختګ نشته او طالبانو د خلکو، اساسي قانون  او د خلکو د خلاف غوښتنې لري او د خلکو له خوښې پرته سولې ته رسیدل ناممکن دي.
 
  عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې ډېره همکاري کړې ده او تمه لري چې په دې برخه کې لا ډېر پرمختګ راشي