صالح: کابل تېره ورځ د شپږو پېښو شاهد وو

روهي (پنځه نۍ/۶ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل امنيت په پرله پسې ۳۶ ناسته کې لېکلي دي چې تیرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ښار د شپږو پېښو شاهد وو؛ دوه پیښې ترهګريزې او څلور په کې جرمي وې. 
 
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې هغه دوه ترافيک چې يو کس ورسره جنجال کړی او تفنګچه يې پرې اېستلې وه، د سهار شپږو نیمو بجو ناستې ته غوښتلي، د دوی زورورتيا يې ستايلي او نغدي مکافات يې ورکړي دي. 
 
نوموړي يو ځل بیا د بې سنده موټرونو د نېولو ويلي دي او زیاته کړې ده چې تر اوسه يې لسګونه بې پلېټه موټر نېولي دي چې د پوليسو او ملي امنیت په واک کې ورکړل شوي او ځانګړي پلېټونه ورته جوړ شوي دي. 
 
دغه ناسته کې د کابل ښار دننه د تابوت خرڅونکو په اړه ويل شوي دي چې نېږدې نوي سلنه تابوت خرڅونکو خپل مواد د هټيو دننه کړې دي خو د لوحو لېکنې سمون تر ۴۰ سلنه کم پلی شوی دی.
 
صالح د خپلو ناستو په اړه لېکلي دي، چې ۸۸ سلنه خلکو غبرګونونه مثبت، ۱۱ سلنه نيوکې او نظرونه دي او يو سلنه ښکنځل او بدې خبرې لېکل کيږي. همدا ډول د نظر ورکونکو شمېر لس زرو پورته دی.