‏سوېلي کوریا له افغانستان سره د ۲۷۷ زره ماسکونو مرسته وکړه.

روهي ( پنځه نۍ / ۶ د لیندۍ)، سویلي کوریا د افغانستان حکومت سره د طبي توکو یوه کڅوړه مرسته وکړه
 
 د سویلي کوریا لخوا  د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د طبي توکه شوې مرسته، د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه. د دطبي توکو دغه کڅوړه کې 227 زره ماسکونه شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د افغانستان د خلکو او روغتیا وزارت په استازیتوب د جنوبي کوریا د مرستو له امله مننه وکړه، هغه وویل چې دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت له مهمو مرستندویانو څخه ده او د عامې روغتیا وزارت سره یې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.
 
ډاکټر عثماني د کورونا ویروس په مخنیوي کې د ماسک  رول مهم وباله او څرګنده یې کړه چې د ماسک اغوستل  د کورونا ضد واکسین څخه ډېر مهم دی.
 
په ورته وخت کې، په افغانستان کې سویلي کوریا سفیر ښاغلی ري ژا هوینګ وویل: چې د هېواد مرستو څخه یې موخه په افغانستان کې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه وبلله، نوموړي څرګنده کړه چې د کورونا ویروس اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو باندې اغېزه کړې.
 
 هغه دغه راز وویل: چې هېواد یې تر دې دمه شاوخوا یو بیلیون ډالر د افغانستان دولت سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کړې او دا مرستې به دوام ولري.