پر ولسمشر غني د احمد ضياء مسعود تازه نيوکې 

روهي (څلورنۍ/۵ د لېندۍ)، د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضياء مسعود پر ولسمشر محمد اشرف غني د تازه نيوکو او ورڅخه د پوښتنو يو نوملړ پر خپلې فېسبوک پاڼې خپور کړی دی. 

مسعود لېکلي دي چې نن شپه مې د جرنټور پر برېښنا تلويزون کتلو او د ولسمشر غني هغه څرګندونې مې ولېدلې چې په ۱۳۹۵ کال کې یې ويلي وو، چې زه به چې روان کال دومره برېښنا توليد کړم چې په تېرو سلو کالونو کې به په افغانستان کې نه وي توليد شوي. 

مسعود ولسمشر غني ته لېکلي دي، چې د لسګونه نورو ناخوالو سره - سره اوس مهال د هېواد پلازمېنه تېره او بې برېښنا ده او نه پوهېږم چې د هېواد د ولسمشر په توګه تاسې ته د هېواد په داسې يو وضعيت کې څنګه راحت خوب درځي؟ 

مسعود وړاندې له ولسمشر غني پوښتلي دي چې تاسې په څه بوخت ياست؟ د فارسي ژبې په کمزوري کونه، د بې وړتيا کسانو په ګمارنه، په قومي نفاق شېندلو او که ...؟ 

مسعود ادعا کړې ده چې ولسمشر غني د خپلې ولسمشر په دوره کې هېڅ بنسټيز کار نه دی کړی او  جلال اباد کې د پاکستان ويزو د وېش د پېښې په ذکر یې ويلي دي چې ولسمشر غني ونه توانېدو چې په دوه ځلې واکمنۍ کې يو مجهز روغتون جوړ کړي. 

احمد ضيا مسعود په اخير کې ولسمشر محمد اشرف غني ته لېکلي دي چې تاريخ به ستاسې، ستاسې د کسانو او ملاتړو ډلو په اړه پرېکړه کوي.