کله چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې په ۲۰۱۶ م کال کې ترسره شوې، نو د اوبا څخه په لوی اکثریت جمهوري غوښتونکي ډونلډ ټرمپ ټاکنې وګټلې، ټرمپ په دې وتوانېده ترڅو سپینې ماڼۍ ته لاره ومومي او ځان د امریکا ولسمشر په توګه اعلان کړي، خو تر ټولو لومړۍ پریکړه یې خپلو سیاسي پلویانو او جمهوري غوښتونکو ته دا وه، چې د افغانستان څخه به خپل ټول پوځیان وباسي، خو نوموړی د خپلې واکمنۍ په بهیر کې په دې ونه توانېدو چې د افغانستان جنګ مهار کړي او خپل سرتېري د افغانستان څخه په مسؤلانه ډول راوباسي. نه یوازې دا چې یاده جګړه مهار نشوه، بلکې لا پسې توده او اوږده شوه.
اوس چې د ټرمپ واکمنۍ ته ایله د ګوتو په شمېر اوونۍ پاتې دي، غواړي چې په دې کار سره خوابدي شوې او پاشل شوې پلویان او د جمهوري غوښتونکو بایللی باور بېرته خپل کړي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یو ځل بیا ځان نوماند کړي. د همدې فارمول د عملي کولو په موخه یې تېره اوونۍ په ناڅاپي ډول د خپلو ځواکونو د ویستلو اعلان وکړ، نوموړي وویل: خپل ځواکونه به په تدریجې ډول کموي او د خپلو سرتېرو شمېر چې اوس مهال په افغانستان کې دېره دي د ۴۵۰۰ څخه به ۲۵۰۰ ته را ټیټوي.
خو د دې ناڅاپي پریکړې په غبرګون کې د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ وایې: له افغانستانه د سرتېرو ناڅاپي ویستل یوه لویه تېروتنه ده، لا هم جدي خطر دی چې د بریدونو د پلانولو لپاره افغانستان د نړۍ والو ترهګرو په ځاله بدل شي.
اوس مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۴۵۰۰ تنو ته رسېږي د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له پرېکړې وروسته به په هېواد کې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري پاتې شي. خو د ناټو غړو هېوادونه چې تر ډیره یې پوځیان په افغانستان کې د افغان ځواکونو په روزنې، مشورې، همکاریو، مشاورینو او د دې ترڅنګ په بېلابېلو ماموریتونو باندې بوخت دي، یوه لویه تشه رامنځته کړي.
افغانستان چې اوس تر بل هر وخت یوه حساس پړاو ته ننوتی دی د نړیوالو ځواکونو وتل به په سیمه او ګاونډ کې ترهګرې ډلې لا پیاوړي، غښتلي او بېرته ساز کړي. امریکا چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې کابو دوه لسیزې ځانې او مالي تلفات لیدلي د ځواکونو په ایستلو سره به راوانه جګړه لا خونړۍ او ترهګرې ډلې به لا زړورې شي، په دې سره به په قطر کې د سولې روان بهیر پڅ او د سولې خبرې متضررې شي او تر ټولو لوی امتیاز به هم د دوی په برخه شي. تاوتریخوالی به لا پسې زیات او وغځېږي د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې به په سیند لاهو شي. او یو ځل به بیا د نوییمو کلونو په څېر افغانستان د جنګ ډکر وګرځي او افغانان به يو ځل ۱۹۹۰ کلونو په څېر بیا یوازې په خالي میدان پاتې شي.
کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې د افغانانو د بېدریغه قربانیو په پایله کې ماتې وخوړه هغه مهال هم امریکا د افغانستان څخه خپل ټول پام د خلیج هېوادونو پر لور واړوه او افغانستان ته یې شا کړه، افغانستان او افغانانو ته یې هېڅ راز ترجیح ور نه کړه. ځکه شوروي اتحاد د خدای ج په نصرت، د افغانانو په بشري ځواک او د امریکا په وسلو او پیسو ماته شوه. په افغانستان کې د امریکې نه پاملرنې دې ته زمینه سازي وکړه، چې په افغانستان کې د واک او ځواک د تر لاسه کولو په موخه په خپلو کې سره په جنګ شول، خپلمنځي جګړه پیل شوه او هېواد نور هم وران ویجاړ او پر کنډولو بدل کړای شو. په پاکستان او ایران کې مېشت د دوی تر تسلط لاندې ۷ + ۸ ګوندونو د قدرت او څوکۍ د تر لاسه کولو په موخه د ټوپک شپېلۍ د ګاونډيو هېوادونو په لمسون او لاسوهنې په خپلو کې د یوه او بل ککرۍ ته ماشې برابرې کړې، هېواد په څو جبهو وویشل شو، هر یو ګوند د ایران او پاکستان څخه مستقیاً تمویلېده او خړوبېده، د هغوی تګلارې او هر ډول فرمایشات یې منل په دوی کې به تر ټولو نامې او د ښه لقب څښتن هغه ګوند او ډله وه، څوک چې به ډېر توندلاری او د افغانانو په وینو به یې تر نورو ډېر لاسونه سره ول.
اوس که افغان حکومت د تېرو ناخوالو څخه زده کړه ونه کړي، په هېواد کې روان اوج ته ختلی ادارې فساد کابو نه کړي، د مغرضو ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې لاس قطعه نه کړي، د افغان ضد او هېواد ضد ګړۍ انحصار مات نه کړل شي، ټول د ملي یوالي پر یوه ټغر سره راټول نشي، قومي، ژبنې، سمتي او ګوندي افګار او مفکورې له سره تغیر نه کړل شي. ممکن یو ځل بیا افغانستان د تېر په څېر د جنګ لوبغالی او افغانان د جنګ او جګړې بشري قوه شي.
وروستي