د ارزګان ولايت د ښځو چارو رياست؛ هم یې رئيس او هم يې کارمندان ټول نارينه دي 

روهي (څلورنۍ/۵ د لېندۍ)، ارزګان د هېواد په سويل کې هغه ولايت دی چې د بيارغونې او پرمختګ کچه په کې له نورو ولايتونو ټېټه ده. ارزګان کې سنتي دودنه هم ډېر واکمن دي چې د ښځو د پرمختګ مخه یې هم تر يو بريده نېولې ده. 

د ازادۍ راډيو په يو راپور کې له ارزګان ولايت ويل شوي دي چې د دغه ولايت د ښځو چارو رياست کې له رئيس نېولي بيا یې نور ټول کارمندان نارينه ده. 

ياد ولايت کې د‌ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې هم ياد ولايت کې د ښځو چارو رياست د نارينه کارکوونکو له خوا حل او فصل کيږي. 

د ارزګان د ښځو چارو سرپرست رئيس برات الله عطايي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "لامل يې دا دی چې موږ دلته په ترینکوټ کې د ښځو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي. دوی اوس پوهه شوي چې باید د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ونه کړي. بله خبره دا ده چې موږ ټولې قضيې پر وخت څېړو."

 رڼا سمیع وفا څو مياشتې وړاندې د ارزګان ولايت د ښځو چارو ريئسه وه خو وروسته له خپلې دندې لاس په سر شوه.