نبيل: باميانو کې د تېرې ورځې بريدونه د ټول افغانستان لپاره د خطر زنګ دی

روهي (څلورنۍ/۵ د لېندۍ)، د ملي امنیت پخواني رئيس او د تیرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل باميانو ولايت کې د تېرې ورځې بريدونه د ټول افغانستان لپاره د خطر زنګ بللی. 
رحمت الله نبیل پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې باميان له کالونو امن ولايت وو خو دا ډول بريدونه په کې د اندېښنې وړ دي. 
 رحمت الله نبیل لېکلي دي چې د باميانو له بريده په الهام بايد پوهه شو چې د سولې او جګړې په ډګر سترې دسېسې لار اچول شوې دي. 

باميانو ولايت کې تېره ورځ دوه چاودنې وشوې چې تر اتو کسان په کې وژل شوي او له لسو ډېر نور ټپيان شوي دي.