ولسمشر غني نړيوالې ټولنې ته: مونږ سره مرسته وکړئ چې په کمو شونتياوو ډېر کار وکړو 

روه‍ي (درې نۍ/۴ د لېندۍ)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغانستان لپاره جینوا کنفرانس کې چې د «سولې، هوساینې او ځان بسیاینې» تر عنوان لاندې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړ شو، ګډون او وینا وکړه.

ولسمشر غني ياد کنفرانس ته د خپلو خبرو په یوې برخې کې ويلي دي چې نړيواله ټولنه دې افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو په کمو شونتياوو ډېر کار تر سره کړو. 

نوموړي د خپلو خبرو په یوې بلې برخې کې ويلي دي، " زموږ تګلاره چې د سولې جوړولو، دولت جوړولو او مارکېټ جوړولو پر دریو اصولو ولاړه ده؛ د افغانستان د انکشاف او سولې ملي چوکاټ په دویمه نسخه کې منعکس شوې او د همکاریو د دوام مقدمه چې موږ یې غوښتونکي یوو، ایجاد کړې ده."

ولسمشر وړاندې زياته کړې ده، "مطلوب هدف ته رسېدل چې هماغه خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی چې خپلمنځي، سیمې او نړۍ سره په سوله کې وي او د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې او پراختیا وړتیا ولري، زموږ یعنې د افغانستان د خلکو او حکومت او نړیوالې ټولنې ګډ لیدلوری جوړوي."

محمد اشرف غني همدا ډول د سولې په اړه  ويلي دي، چې په دوحه کې زموږ مذاکراتي ټیم د سولې په جوړولو کار کوي او اوسمهال د دې بهیر د پرمخ وړلو مسوولیت په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې د مذاکراتي ټیمونو پر غاړه دی چې دمذاکراتو په حال کې دي.

د يادونې ده چې د ياد  کنفرانس کوربه توب د افغانستان د اسلامي  جمهوري دولت، په کابل کې د فنلنډ سفارت او د ملګرو ملتونو له لوري په ګډه کېده او په هغه کې پر جمهوررئیس غني سربېره د جمهوري ریاست مرستیالانو او د افغانستان دولت نورو مقاماتو او همداراز د نړۍ د دوه سوه هیوادونو او بین المللي سازمانونو لوړپوړو چارواکو هم حضور درلود.