روهي (درې نۍ/۴ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د وروستيو دوه ورځو کې د يو او بل پر وړاندې نيوکې او خطابي پيغامونه پيل کړي دي. عطا محمد نور څو ورځې وړاندې له اريانا نيوز سره په يوې ځانګړې مرکې کې پر امرالله صالح نيوکې کړې وي خو نن ورځ امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې د نور نيوکو ته ځوابونه ويلي وو.
صالح لېکلي وو چې د امنيتي تړون يا ميثاق امنيتي کوم پټ پروګرام نه دی او همدا ډول يې په ټېنګار سره ويلي وو چې بلخ کې په حيرتان بندر کې به سمون رامنځ ته کړي. صالح عطا محمد نور ته د خپلو غاښونو په اړه هم ويلي او زياته کړې يې ده چې د غاښونو درملنه يې په نېږدې ورځو کې کابل کې کړې ده.
د امرالله صالح له فېسبوکي لېکنې څلور ساعته وروسته عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې نوموړي ته ځواب لېکلی دی. عطا محمد نور امرالله صالح ته لېکلي دي چې په ۱۳۸۰ کال دی له هغه کسانو وو چې د بلخ ولايتي عوايد يې مرکزي حکومت شروع کړل او د مرکزي حکومت په جوړېدو کې يې بنسټيز رول درلود. عطا محمد نور ويلي دي چې د بلخ د عوايدو ستره برخه حيرتان بندر دی چې د ده د ولايت پر مهال يې عوايد کابل ته رالېږل کېدل.
عطا لېکلي دي چې د ده په وخت کې بلخ ولايت د رېښتني امنيت څښتن وو او د اوس په ډول يوازې فېسبوکي جلسې په کې نه کېدلې. عطا محمد نور لېکلي دي چې کوم چې د حامدکرزي له خوا د بلخ والي وټاکل شو نو زرګونه جرېبه ځمکه يېد غصب کوونکو له منګلو خلاصه شوه.
عطا محمد نور وړاندې امرالله صالح ته لېکلي دي، "د کرونا ويروس پر مهال ستاسو د همکارانو له خوا له وچي ډوډۍ غلا او همدا ډول د ملي دسترخوان په نوم له پروګرام غلا، تاريخي شرم او د خلکو په ذهنونو کې ثبت شوي مسايل دي."
د بلخ پخواني والي لېکلي دي چې امرالله صالح خپله دنده د ولسمشر د لومړي مرستيال له موقف څخه د کابل امنيه قومندان تر کچي راټېټه کړې ده او همدا ډول د سهار شپږ نيمو بجو ناستو يه پايله کې جنايي پېښې زياتې شوې، د ولس او حکومت ترمنځ واټن زيات شوی او کابل ښار ته د راکټونو ډک موټر رادننه کيږي.
عطا محمد نور په تونده ژبې امرالله صالح ته لېکلي دي چې نه دې په جهاد کې برخه درلوده او نه هم په مقاومت کې؛ د يو څه وخت لپاره په تاجکستان کې د افغانستان په سفارت کې کمپيوټرکار وې او بيا له مارشال فهيم سره فرانسې ته د هغې د ترجمان په حيث لاړې.
عطا محمد نور د ولسمشر لومړي مرستيال ته وړاندې لېکلي دي چې ته ما د ارګ د دويم کس په توګه منلی يې نه د و هېواد د دويم کس په توګه، خو نور يې دغه موضوع څرګنده کړې نه ده.
وروستي