صالح عطاء محمد نور ته د خپلو غاښونو ويلي؛ یانې څه؟

وروسته له هغې چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د يو لنډ وخت لپاره د کابل امنیتي چارې او همدا ډول د امنیتي ميثاق د پلې کېدو مسووليت واخېست، ځیني مثبتې پايلې يې تر لاسه کړې څو په ورته وخت ځیني لوړپوړو چارواکو د امرالله صالح له ماموريت سره مخالفتونه ښوودلي دي. امرالله صالح د امنيتي ميثاق د پلي کېدو په ترڅ کې په بلخ ولايت کې د حيرتان بندر د پاکېدو او سمېدو هم ويلي دي.
 
بلخ ولايت او په ځانګړي ډول حيرتان بندر کې د امرالله صالح اصلاحي پروګرامونو د عطاء محمد نور غبرګون راپورته کړی او په امرالله صالح يې نيوکې کړې دي. که څه هم عطاء محمد نور هغه مسايل چې د ده او او امرالله صالح ترمنځ اختلافي دي، مستقيم نه دي ذکر کړي، خو د صالح له ګړنو سره يې مخالفت ښودلی دی. امرالله صالح د عطاء محمد نور د خبرو په ځواب کې عطاء محمد نور ته په کنايي ډول د ستر جنرال، استاد، مجاهد، پخواني والي، مقاومتي او جمعيتي لقابونه ورکړي او بيا د عطاء محمد نور نيوکو ته ځواب او د امنیتي ميثاق په اړه مالومات وړاندې کړي. امرالله صالح عطا محمد نور ته د خپلو غاښونو يادونه کړې ده چې څو ورځې وړاندې يې د درملنې لپاره کابل کې يو روغتون ته تللی وو او اوس جوړ دي.
 
د امرالله صالح پر فېسبوک پاڼې د غاښونو له موضوع موخه عطا محمد نور ته د هغې خبرې وريادول دي، چې د ملي يووالي حکومت پر مهال يې د عبدالله عبدالله په اړه کړې وې. عطاء محمد نور د عبدالله عبدالله په اړه ويلي وو، چې که چېرې عبدالله عبدالله د ده پر وړاندې ودريږي نو غاښونه به يې وباسي. د عطاء محمد نور دغه خبره هغه وخت رسنیزه شوه او په بېلابېلو بڼو شننه کېدله. دلته د امرالله صالح موخه دا ده چې د عطاء محمد نور په شمول، پر ټولو هغه زورواکو او چارواکو قانون پلی کړي، چې تر پرون يې له قانون وړاندې تګ کولو او دا ورته په ډاګه کړي، چې صالح زور ته نه تسلیمیږي.
 
د غاښونو له موضوع وراېخو امرالله صالح په څرګنده عطاء محمد نور ته ويلي دي، چې بلخ او په ځانګړي ډول حيرتان بندر حتماً اصلاحات رامنځ ته کوي. د يادونې ده چې عطاء محمد نور د يو اوږد وخت لپاره د بلخ والي وو او ډېر ځايي چارواکي او کارمندان د نوموړي په خوښه ټاکل شوي او د نوموړي له کسانو دي. بلخ کې د حکومت له خوا اصلاحات به لامل شي، چې عطاء محمد نور پرې خپه او يا بل دريځ کې ودريږي.