فيسبوک او په افغانستان کې یې کارونه

فيسبوک د نړيوالتوب، چې يو رکن يې اړيکې ارتباطات دي د دنيا په ګوټ ګوټ کې د ولسونو د يو بل سره نښلول، چې په دې عصر کې نړۍ د يو کلي حيثيت پيدا کړى د فيسبوک رسنۍ ونډه پکې اغېزمنه ده.

فيسبوک کاروونکو ته د بيان د ازادۍ تر ټولو حقونو غوره حق ورکړى خو د بيان ازادي تر هغه حده، چې د نورو ازادي متضرره نشي په نوره نړۍ کې فيسبوکي رسنۍ څخه د فنونو علومو او د ژوند د لوړو مدارجو په پار ګټې اخيستل کيږي د انسانانو په ويښتابه کې اساسي رول لري، که تاسو د عربو د پسرلي کلمې اوريدلي وي، چې په عربو کې يې ولسونه د مبارزې ميدان ته را ووتل په لسګونو کالونو مطلقه شاهي نظامونه يې را نسکور کړل تر ټولو مهم د همدغه فيسبوک رول و، چې ولسونه يې بسيج کړل او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په پار يې چمتو کړل، چې هغو ولسونو خپلې ازادۍ او اساسي حقونه ترلاسه کړل.

د فيسبوک رسنۍ د فوايدو سره سره له بده مرغه په افغانستان کې فيسبوک په عام ډول د هرې پديدې څخه افراطي او تفريطي ګټې اخيستل شوې، چې له بده مرغه تر ننه پورې موږ نه يو توانېدلي، چې ددې رسنۍ څخه څرنګه، چې لازمه ده ګټه پورته کړو بيا هم اصل منشا فکر دى کله، چې موږ فيسبوک پرانيزو ټولنې ته څه توليد لرو که د ورځې موږ په خپله فيسبوک پاڼه د ملګرو نظرونه وګورو، چې څومره مثبت او څومره منفي پوسټونه دي نو په اسانۍ سره قضاوت کولى شو موږ فيسبوک يوازې البته اکثريت د ناوړه، منحرفو، مسخره ميزو او توهين اميزو ليکنو او پوسټونو په پار کار وو ډير لږ به دې مسالمت اميزو، اصلاح اميزو، معلوماتي او فني پوسټونو شاهدان ووسو د فيسبوک د اغيزمنې کارونې په موخه مشورې او تدابير:

1ــ په ملي سطحه د ددې رسنۍ د کارولو په پار د الزامي قواعدو رامنځته کول او پلي کول.
2ــ د فيسبوک د کارونې په موخه روزه نيز ترنينګونه تدبيرول.
3ــ د فيسبوک د اغيزمنې کارونې په موخه د اعلانونو او نشريو خپرول.
4ــ د فيسبوک يا په ټوله کې د ټولنيزو رسنيو د څارنې او ارزونې په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ په چوکاټ کې يوه اداره رامنځته کول 
که څه هم اترا ځينې چارې تنظيموي خو ولې بسنه نه کوي.

په شخصي ډول د فيسبوک د اغيزمنې کارونې تدابير:
1ــ تاسو فيسبوک اکونټ د څه لپاره پرانستى؟
ايا تر اوسه مو مطلوبه موخه تر لاسه کړې؟
2ــ تاسو ملګري څه ډول انتخابوئ او د کوم معيار له مخې؟
3ــ يو ځل ملګرو ليست چيک او د ملګرو پوسټونه مو وګورئ که چيرې مو موافقه راغله ملګرتيا ته دوام او کنه ملګرتيا مو پاى ته ورسوئ؟
4ــ که د فيسبوک د کارولو لپاره وخت معين شي ښه په ښه کنه هر وخت يې وکاروئ خو داسې نه، چې د ژوند نورمال حالت مو متضرر شي.
5ــ متفاوت پوسټونه وکړى خو معيار وټاکئ 
تفريحي، معلوماتي، ديني، فرهنګي، اقتصادي، سياسي او اجتماعي.